د ORF په نامه یوه هندي رسنۍ د افغانستان په اړه یوه اوږده راپور کې لیکي چې په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو موجودیت د سولې راتلونکې پیچلې کوي. راپور کې راغلي، که څه هم طالبانو له امریکا سره د دوحې هوکړه کې ژمنه کړې ده چې دوی به له بهرنیو ترهګرو سره اړیکې پرې کوي او پر وړاندې به یې مبارزه کوي خو په وروستیو کې د ملګرو ملتونو له لوري خپاره شوي راپور وښوده چې په افغانستان کې تر ۶ زره پاکستاني جنګیالي او دغه راز د القاعده ډلې اړوند وسله وال حضور لري. راپور کې زیاته شوې چې له ژمنو سره سره طالبانو لا هم له بهرنیو جنګیالیو ځانګړې توګه القاعده ډلې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړې او دا چاره افغان سوله له پیچلتیا سره مخ کولی شي. راپور کاږي، که چېرته د امریکا په موجودیت کې طالبان له بهرني وسله والو سره اړیکې پرې نه کړي د سولې تر راتګ وروسته به هم جګړې دوام وکړي او د یو او بل هېواد په ګټه به په دغه هېواد کې وسله والې ډلې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي او په همدې توګه به سولې ته د افغانانو هیلې له خاورو سره خاورې شي.
































