د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي د هېواد ټول هوايي ډګرونه په نړۍوالو معیارونو برابر شي. د یاد وزارت ویاند وايي، دا مهال په هېواد کې ٢٧ هوايي ډګرونه فعال دي، چې پنځه يې نړۍوال هوايي ډګرونه دي. نوموړی زیاتوي، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د کابل د هوايي ډګر په ګډون د هېواد ډېری هوايي ډګرونه ویجاړ شوي وو، چې بېرته رغول شوي او الوتنې ته چمتو شوي دي. د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت پخوانی مرستیال وایي چې د لویو هوايي شرکتونو د الوتنو د بیا پیلېدو لپاره اړینه ده چې هوايي ډګرونه پر نړۍوالو معیارونو برابر وي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم ټینګار کوي چې د الوتنو د زیاتېدو لپاره باید د سیمې او نړۍ د هېوادونو د وېزې د اخیستو په برخه کې شته ستونزې هم حل شي.
































