د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش ویلي، چې افغانستان د امنیت، فساد او د نشه یي توکو کښت د مخنیوي په برخه کې پر مختګ کړی او په خبره یې دغه هېواد لا ډېر کار ته اړتیا لري.انټونیو ګوټرش پر خپله ټویټر پاڼه دغه راز ویلي چې نړۍواله ټولنه باید خپلو هڅو ته دوام ورکړي څو ډاډ ترلاسه کړي چې د ټولو افغانانو حقونه د دغه هېواد د اوسنیو چارواکو په لومړیتوبونو کې دي.
































