د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، په هېواد کې د انټرنیټي ټرافیک د خوندیتوب او د هېوادوالو اطلاعاتو محرموالي په موخه یې یوه داخلي د انټرنیټ د تبادلې مرکز (نکسا) رامنځته کړی. د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، له دې مرکز سره یې ټول کورني مخابراتي شرکتونه نښلولي چې ورسره په هېواد کې د ټولو انټرنیټ استفاده کوونکو اطلاعات او معلومات هم خوندي شوي دي. عنایت الله الکوزي زیاتوي، چې پخوا دغه چاره د عرضه کوونکو هېوادونو له لوري ترسره کېده چې ګڼې ستونزو درلودلو ترڅنګ د هېوادوالو انټرنیټي معلومات او اطلاعات خوندي نه و ځکه انټرنېټي ټرافیک د دغو هېوادونو له لوري ترسره کېدل او په اساني سره یې د انټرنېټ استفاده کوونکو معلوماتو او اطلاعاتو ته لارسی درلود. نوموړي همداراز ویلي، چې د بهرنیو هېوادونو له لوري د انټرنیټ ټرافیک خورا قیمته ترسره کېدل، چې اوس مهال یاد ټرافیک په هېواد کې دننه په ارزانه او خوندي ډول ترسره کېږي.
































