د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د دې وزارت سرپرست وزیر د ډېروکوچنیو، کوچنيو او منځنۍ کچې تشبثاتو د ودې او پراختیا په موخه له ۲۲ کورنیو موسسو سره د ۳.۵ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي. نورالدین عزیزي د یادو تړونونو د لاسلیک پر مهال ویلي، چې سرپرست حکومت به له دې پروژو څخه جدي نظارت وکړي، تر څو دغه پروژې د اړمنو د اړتیاوو پوره کولو لپاره پلې شي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه پروژې به په ۱۴ ولایتونو کې په بېلابېلو برخو کې پلې شي او څه باندې شپږ زره کسان په مستقیمه توګه ترې برخمن شي.
































