د بغلان ولایتي چارواکو ویلي، چې د سالنګ لویه لاره د ټرافیکو پر مخ خلاصه شوې ده. تر دې وړاندې د ټولګټو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي و، د سالنګونو لویه لار چې وړمه ورځ د سختې واورې اورېدو او توپان له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه، دا مهال د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې کارکوونکو په هلو ځلو سهار د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه. دغه وزارت له ټولو موټر چلوونکو څخه هیله کړه، چې د زیان منونکو سیمو څخه د تېرېدو پرمهال دې ژمني توکي او د وسایطو لپاره د ځنځیر (چین) له ځان سره ولري.
































