د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي مشره فریبا نوري وايي چې په هېواد کې اوس د ښځينه سوداګرو شمېر تر پخوا ډېر شوی. نوموړې ویلي، په هېواد کې تر سیاسي بدلون وروسته په سروې کې جوته شوې چې په مختلفو سیمو کې څه باندې ۸۰۰۰ ښځو په رسمي ډول له سوداګرۍ، اقتصاد، عدلیې وزارت او ښاروالیو جوازونه ترلاسه کړي او ۱۳۶ زره نورې ښځې په نارسمي توګه له دوی سره ثبت دي چې تر ډېره د مالدارۍ او بڼوالۍ برخه کې کار کوي. د اغلې نوري په وینا، پخوا نهو خو اوس شپږو برخو کې ښځو ته د کار اجازه شته، لکه د وچې میوې، ترکارۍ او د لاسي صنایعو په څېر سکتورونو کې په کار بوختې دي.
































