د هلمند په مرکز لښکرګاه کې روان کال په بهیر کې د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلا بېلو برخو کې د ۱۰۱ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۷ لویې پروژې پلې شوې دي. په یادو پروژو کې د ښارد سړکونو، چوکونو، ګلدانونو، پُلونو، د شپني څراغونو، پارکونو، عامه تشنابونو، د ښار د ننوتو دروازې د لومړي فاز چارې او داسې نورې پروژې شاملې دي. د یاد ولایت د لښکرګاه ښاروالۍ مطبوعاتي مدیر محمد طاهر آبشار وايي، د ۱۴۰۲ کال د پلان شوې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوي او تمه لري چې د همدې کال په بشپړېدو سره به د نیمګړې پروژې چارې بشپړې شي. نوموړي د ښار له ټولو اوسېدونکو وغوښتل چې خپل مالیات په وخت سره ښاروالۍ ته وسپاري ځکه چې د لښکرګاه ښاروالۍ په راټولو شویوعوایدو سره خپلې رغنیزې پروژې مخته وړي.
































