د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ یې په درېیو ولایتونو کې پیل کړې دي. د یادو سیالیو پرانیسته نن په کندهار کې شوې ده. په لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې ۱۲ لوبډلې برخه لري چې په دوو ګروپونو کې سره سیالۍ کوي. د کرکټ بورډ د خبر پر اساس، سیالۍ پر کندهار سربېره په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې هم ترسره کېږي. د دې سیالیو په الف ګروپ کې د کابل، لغمان، فاریاب، خوست ب، ننګرهاب ب او اې سي بي ایلېون لوبډلې ځای پر ځای شوې دي، په داسې حال کې چې په دویم ګروپ کې ننګرهار، پکتیا، لوګر، بلخ، کابل ب او چېیرمېن ایلېون لوبډلې شاملې دي.
































