د ملګروملتونو پراختیايي پرورګرام مسوولین میدانوردګ ته د سفر پرمهال د دغه ولایت له چارواکو سره ژمنه کړې چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار او ۹ ولسوالیو کې به د عامې روغتیا وزارت اړوند ۳۳ روغتیایي مرکزونو ته لمرېزه برېښنا برابره کړي. په دغه لیدنه کې د میدانوردګ والي بختيار معاذ په میدانوردګ کې د یادې مرستندويې ادارې د پلې شوو پروژو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي. دوی غوښتنه کوي چې د روغتیا برخې سربېره د کرنې او مالدارۍ برخه کې د اوبو پر مهارولو، استنادي ديوالونو، کاریزونو، بڼوالي او مالدارۍ برخه کې هم پراختیايي پروژې پلې کړي. د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام یوه استازي فیروز د دغه ولایت والي او اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې دغه ولایت کې به د روغتیا برخه کې ۳۳ روغتیایي مرکزونو ته لمریزه برېښنا برابره او رغنیزې پروژې به هم پلې کړي.
































