د سرپرست حکومت د ریاستالوزرا د دفتر رییس د خیمپروم سرویس او ګیدرو ماش نړیوالو روسي شرکتونو له رییسانو سره په لیدنه کې ویلي، چې سرپرست حکومت ټولو بهرنیو او کورنیو پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابروي. ورته مهال د نوموړو شرکتونو رییسانو ویلي، چې غواړي په افغانستان کې له کثافاتو څخه د برېښنا، ګاز او کیمیاوي سرې د تولید او د څښاک اوبو د رسولو په برخه کې پانګونه وکړي. همدارنګه دواړو شرکتونو په افغانستان او روسیه کې د افغان متخصصینو روزنې ته چمتووالی ښوودلی.
































