د سمنګانو ځايي چارواکي د ايبک- مزار پر لاره د يوې ترافيکي پېښې له کبله د ۷ کسانو د مړینې او ۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. د سمنګانو د ترافيکو مديريت د پېښو آمر عبدالقهار قادري ویلي، چې دغه پېښه پرون په حضرت سلطان ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې په کې ۷ تنه مړه شوي او دوې مېرمنې په کې ټپي شوې دي. ورته مهال روغتیایی مسوولین وايي، چې د دې پېښې دوه ټپيان ښځې دي چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی. د کابل-مزار لویه لاره د ترافیکي پېښو له پلوه په افغانستان کې یو له خونړیو لارو څخه ده چې تر ډېره په کې ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.
































