د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او کپتان اصغر افغان د سریلانکا پر وړاندې د افغان کرکت ملي لوبډلې په ورستیو ماتو خپګان ښودلی او د دغه ماتو اصلي لامل یې په افغان لوبډله کې د ښه مدیریت نشتوالی یاد کړی دی. نوموړي همدارنګه زیاته کړې، دا ډېره اړینه ده چې هیڅکله باید مدیریت صرف په خبرو او پلان صرف په تیوري کې راټول نشي، بلکې پوره عملي کار ورته وشي او د سیالۍ له پیل، تر پایه یې ښه سمه څارنه وشي.
































