د ملي مصالحې عالي شورا وایي چې د دغې شورا تشکیلات بشپړ شوي او د لویې جرګې تر پایته رسېدو وروسته به یې په رسمي توګه اعلان کړي. د یادې شورا له جوړېدو دوه میاشتې په تېرېدو دي خو لا یې هم تشکیلات نه دي بشپړ شوي. دا چاره د خلکو له توندو نیوکو سره مخ شوې او یاده شورا یې په کم کارۍ تورنه کړې ده. د یادې شورا ویاند فریدون خوځون وایي، د شورا د غړو په ټاکنه کې له بیلابیلو اقشارو سره هر اړخیرې سلا مشورې شوې، یو جامع لیست چمتو شوی دی او د سولې مشورتي لویې جرګې تر پایته رسېدو وروسته به یې شمېر او نومونه اعلان شي.
































