د کندهار د ښکته شاولي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت دغه ولسوالۍ کې د اوبو د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پیل کړې. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دغه چکډېم د شاولي کوټ د لوړسوزني په تنګي کلي کې د اوبو زېرمه کولو لپاره جوړېږي. یاد چکډېم شپږ متره پنلوالی، څلور مټره لوړوالی او ۱۵ مټره اوږدوالی لري. دغه چکډېم د سېلاب اوبو د زیانونو مخنیوي او وچکالي کمولو په موخه رغول کېږي. که څه هم د دغه چکډېم د جوړېدو لګښت نهدی ښودل شوی، خو د سیمې خلک او چارواکي وايي چې د چکډېم له جوړېدو وروسته به یې ټولهییز لګښت په ډاګه کړي.
































