د هلمند سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ملت تفریحي پارک د پانګونې او بیارغونې په موخه خصوصي سکتور ته سپارل شوی دی. دغه پارک د بولان سیمې پر ۴۰ جریبه ځمکه جوړ شوی، چې اوسمهال د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج په لارښوونه او د ولایت مقام د حکم په اساس خصوصي سکتور ته د پانګونې او بیارغونې په موخه ورکړل شوی دی. ورته مهال هغو کسانو چې یاد پارک په قرارداد نیولی وايي په دغه پارک ۶ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي. د یادونې وړ ده چې دغه پارک کلونه وړاندې جوړ شوی و چې زیاتې برخې یې بیارغونې ته اړتیا لري.
































