د افغان ترک ادارې مرستیال میدانوردګو ولایت ته د سفر پرمهال یوې غونډې ته ویلي چې په افغانستان کې یې پنځه زره زدهکوونکو ته په ښوونځيو کې د لیکلوست زمینه برابره کړې ده. د افغان ترک مرستیال مراد عبدالصمد ویلي، ترکیه له افغانانو سره ښه خواخوږي او نږدې اړیکې لري او هڅه کوي چې افغانستان او ترکیه کې افغانانو ته د لیکلوست زمینه برابره کړي. هغه همدارنګه زیاته کړه، اوس د هیواد په کچه د افغان ترک په ښوونځیو کې شاوخوا پنځه زره زدهکوونکي پر زدهکړو بوخت دي او یادو زدهکوونکو ته ترکیې کې د لوړو زدهکړو زمینه هم برابره شوې.
































