د میدان وردګو د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې پروژې چارې پيل شوي دي. د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژه ۱۵۰ کورنیو ته د کورنیو د خوړو خوندیتوب او کرنیزو محصولاتو د پروسس، روزنه او تخنیکي وسایلو وېش شامل دي چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به بشپړه شي. خبرپاڼه زیاتوي چې په دې پروژه کې به ۱۵۰ کسانو ته د تخنیکي وسایلو سربېره د مربا، روب او اچارو جوړولو په اړه روزنه هم ورکړل شي او د پروژې له پای ته رسېدو سره سم به ۱۵۰ کسان په خپلواکه توګه کاروبار پيل کړي.
































