د برازیل د بهرنیو چارو وزیر د جي شل هیوادونوغونډې په پرانیستو مراسمو کې د خپلې وینا پرمهال د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا د غزې او اوکراین د جګړو له امله انتقادونه کړي دي. ماورو ویرا پرون د برازیل په پلازمینه ریو دي جینیرو کې د جي ۲۰ د دوه ورځنۍ غونډې په پرانیستونکې وینا کې ویلي، چې څو اړخیز بنسټونه له شته لانجو سره مبارزې ته چمتو نه دي او دا مساله د روانو شخړو په تړاو د ملګرو ملتو د امنیت شورا د بې کفایتۍ ښکاردویي کوي. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې برازیل د اسرائيل سفر هم په غزه کې د روانو ظلمونو له امله له خپل هیواده باسلی دی.
































