د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په نورستان ولایت کې د واورو د ښویېدو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې کوي، دغې ادارې پرون په پرخپله اېکس خبر ورکړی و، چې په یاد ولایت کې یې زیامنو شویو خلکو ته انرژي لرونکي بسکټ هم ورکړي دي. یادې ادارې ټینګار کړی چې د دې پېښې له متاثرو شویو سره به نورې مرستې هم وکړي. د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې( اوچا) د ارزونې له مخې، د یکشنبې د ورځې د واورې د ښوېیدو له امله ۲۱ کسان مړه شوي او ۱۸کورونه نړیدلي دي. اوچا تېره ورځ په خپله ایکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د دې برف کوچ له امله نور ۳۰ کورونه څه زیانمن شوي او دغه راز ۲۵۰ کورونه د نړیدو له خطر سره مخامخ دي.
































