په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د هرات له زلزله ځپلو خلکو سره د مرستې لپاره نږدې ۴۰۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو، نړۍوال بانک، اروپایي ټولنې او د اسیا پراختیایي بانک په یو ګډ راپور کې دا اټکل کړی چې دغه ولایت کې د زلزلو له امله مستقیم فزیکي زیان ۲۱۷ میلیونه ډالر او نور زیانونه د نږدې ۷۹ میلیونه ډالرو دي. په دغه راپور کې ویل شوي، چې یادو پیسو ته په بیړنۍ توګه اړتیا ده چې په هرات کې پرې د بیارغونې چارې پیل شي. دا په داسې حال کې ده، چې لاهم په دغه ولایت کې زلزله ځپلې خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او ډېر شمېر یې سرپنا نه لري.
































