د فراه ولایت ځايي چارواکو ویلي، چې په شيخ ابونصر فراهي بندر کې ملي سوداګرو او پانګوالو ته د صنعتي پارکونو او فابريکو په موخه د ځمکو د وېش لړۍ پیلېږي. د فراه والي، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس او د یاد ولایت یو شمېر نورو چاواکو په دې اړه غونډه کړې ده، په دې غونډه کې پر دې خبرې شوې، چې مولوي شاه محمد سروري، ښاروال مولوي محمد ولي ادريس، صنعت او سوداګرۍ په شيخ ابونصر فراهي بندر کې ملي سوداګرو او پانګوالو ته د صنعتي پارکونو، فابريکو، نمرو، زېرمو، ولسي وګړو ته د ښه چوپړ او هڅونې په موخه د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړي.
































