د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار درېیمې ناحیې خواجه آباد سیمه کې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د مالوماتو له مخې دغه کانال د میمنې ښاروالۍ له لوري د ۱۱ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو کیلومتر په اوږدوالي او یو متر سور په لرلو سره جوړ شوی، چې د درېیمې ناحیې د خلکو د ستونزې په هواري سربېره به د اوومې او اتمې ناحیې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ترې خړوبه شي. د دې کانال د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د یاد ولایت ځایي چاواکو ویلي، چې په تېرو کلونو کې د دغه ناحیې خلک د اوبو له کمښت سره مخ وو چې اوس به یې دغه ستونزه حل شي.
































