د کابل ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې د دیارلسمې ناحیې له بازارونو څخه یې د څارنې پر مهال ۵ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي راټول کړي دي. د مسوولینو په خبره په دې لړ کې یې یو شمېر لوډسپیکر چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځيدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه د ښاروالۍ له لوري ټاکل شوي ځای ته وړل شوي دي. دغه راز مسوولینو له ټولو ښاریانو غوښتنه کړې، چې د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرودلو پر وخت دې د هغو نېټې او کیفیت ته پام وکړي او د دې ترڅنګ یې له فعالیت کوونکو هم غوښتي، چې د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي.
































