د نیمروز ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولینو ویلي، د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۷ میلیونو افغانیو په لګښت د سړک د غاړې جدولونو د بیارغولو چارې پیل شوې دي. د زرنج ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې دوی له انکشافي بودیجې څخه د ۱۷ ميليونو ۴۹ زره ۴۴۰ افغانيو په لګښت د ۸۵۰ مترو په اوږدوالي د سړک غاړې د جدولونو د بیارغونې چارې پیل کړې دي. دمسوولینو په خبره، په دغه پروژه کې د سړک د غاړې جدولونو د بیارغونې ترڅنګ دوه د اوبو ذخيرې هم شامل دي چې د دوه نيمو مياشتو په موده کې به یې د رغونې چارې بشپړې شي.
































