د پکتیکا د ټولکټو چارو ریاست مسوولین وایي، چې د نږدې ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو سړکونو د بیارغونې چارې بشپړې شوې دي. د یادو سړکونو د ګټې اخېستنې په مراسمو کې د پکتیکا والي ویلي، چې له مرکز ښرنې تر مټا خان او سردې بند پورې د نږدې ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۲ کیلو مترو په اوږدوالي د دوو سړکونو د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. په یادو پروژو کې د سیمې اړوند لسګونو کسانو ته د ۳ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې وه.
































