د ازبکستان ولسمشر د روسیې له ولسمشر غوښتي، چې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ سیمییزه پروژه کې ونډه واخلي. د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې شوکت میرزایف دغه څرګندونې د روسیې د کازان ناستې په څنډه کې پوتین ته مطرح کړي او دواړو لورو د ټرانسپورټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. دوه ورځې وړاندې د متحده عربي اماراتو ازبکستان او افغانستان مسوولینو په تاشکند کې د افغان ټرانس پروژې د تخنیکي او اقتصادي څېړونو د پيل هوکړه لیک لاسلیک کړ.
































