د افغانستان او ایران د سوداګرۍ او پانګونې ګډې خونې چارواکو پرون په کابل کې په یوه غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي. د سرپرست حکومت د شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د کال دوو میلیارد ډالرو ته رسیږي چې ۹۸ سلنه یې د ایران او یوازې دوه سلنه یې د افغانستان صادرات جوړوي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي د ایران د ګمرکي تعرفې لوړوالی د افغانستان د صادراتو پر وړاندې عمده خنډ ګڼي او له سرپرست حکومت څخه غواړي چې له ایران سره د سوداګرۍ د توازن برابرولو په برخه کې پاملرنه وکړي. د دغې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ویلي، چې په دې وروستیو ورځو کې د ایران د مشهد د والي او د دغه هېواد کرنې او اوبو لګولو وزارت د مرستیال په ګډون یو ایراني پلاوی کابل ته راغلی او د سرپرست حکومت او خصوصي سکټور له استازو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو او په افغانستان کې د ایراني پانګوالو د پانګونې اړوند مسایلو باندې خبرې کړې دي.
































