د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي چې پرون د دغه ولایت له تاریخي او تفریحي سیمو څخه د لیدنې په موخه ۱۹ سیلانیان ورغلي دي. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر عبدالواحد احدي ویلي چې د امریکا، آسترالیا، پولنډ، جرمني او جاپان هېوادونو څخه ۱۹ بهرنیو سیلانیانو سفر کړی دی. دغو سیلانیانو په هېواد کې د امنیت په ټینګښت خوښي ښودلې. د یادونې وړ ده چې سږ کال د بلخ له تاریخي او تفریحي سیمو څخه ۷۶۸ بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده.
































