د عامې روغتیا وزارت له لوري په خصوصي روغتونونو کې د بیو او لایحې جدول وروستی او د منظورۍ او وروستي کېدو په موخه یې د سرپرست حکومت مشرتابه مقام ته وړاندې کړی. د عامي روغتیا وزیر ډاکتر قلندر عباد په خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د بیو او لایحې نهایي کېدل اړین بللي دي. عباد ویلي، هڅه کوي چې د دولتي سکټور ترڅنګ د خصوصي سکټور له لارې هم په ټولو روغتیایي برخو کې هېوادوالو ته په ټیټو بیو غوره روغتیایي خدمتونه وړاندې شي. د عامې روغتیا وزارت د یادې لایحې له مخې ټول خصوصي روغتونونه مکلف دي، چې د روغتیایي خدمتونو په مقابل کې د یادې لایحې او جدول له مخې له مراجعینو فیسونه واخلي.
































