یوه نړیوال مرستندویه بنسټ په افغانستان کې له روغتیايي سکټور سره څلور میلیونه او اووه لکه ډالره اضطراري مرسته تصویب کړې ده. دغه مالي مرسته به د ایچآیوي، نري رنځ یا تبرکلوز او ملریا ناروغیو پر تشخیص او درملنه دغه راز په دې اړه پر عامه پوهاوي ولګول شي. دغه بنسټ پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، له دغو مالي مرستو په استفاده به له پاکستانه یو میلیون او درې لکه راستنو شویو ته هم بېلابېل خدمات وړاندې شي. په دوام کې ویل شوي چې له دې سره د دوی له خوا پر هغو ۶۶ میلیون ډالرو، څلور اعشاریه اووه میلیون نوره اضطراري مالي مرسته ورزیاته شوه، چې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې د یوې درې کلنې دورې لپاره په پام کې نیول شوې دي. په دې اړه به پروګرامونه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یا یواینډيپي له خوا عملي کېږي.
































