د کندهار د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، د پايپ په تولید کې ۶۰ سلنه په هېواد کې له تولیدېدونکو خامو موادو څخه استفاده کوي، چې له مخې یې دغه تولیدي توکي د غوښتونکو لپاره په ارزانه بیه تمامیږي. د دوی په خبره، که چیرې په دوامداره توګه برېښنا ورته برابره شي په هرساعت کې به یو ټن بېلابېل ډوله پایپ تولید کړي. په کندهار کې د صنعت خونې مسوولین وايي، تر دې دمه په کندهار کې د پلاستیکي توکو د تولید په موخه ۳۳ فابریکې فعالیت کوي، چې یې څلور د پي وي سي پایپ جوړونې فابریکې دي.
































