د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر وایي، افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. نوموړی وايي، هڅه کوي، چې په دې برخه کې د افغانستان د ځان بسیاینې په برخه کې کروندګرو ته لا ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي. د کرنې سرپرست وزیر وايي، د کرنیزو محصولاتو د زېرمه کولو لپاره پر یوه نوي پلان کار کوي او په بشپړېدو سره به یې افغانستان د نورو هېوادونو له اړتیاوو څخه خلاص شي. د دغه وزارت سرپرست بزګرانو ته د ۳۵ میلیونه ټنه اصلاح شوي تخمونه او بڼوالو ته د ۴۰ میلیونه میوه لرونکو او بې میوې نیالګیو ویش، د شنو خونو جوړول، د کرنیزو محصولاتو نندارتونونه، د څارویو واکسین او متشبثینو ته د پورونو ورکړه د دغه وزارت له فعالیتونو څخه یادوي.
































