د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په سرپل ولایت کې د تېلو له ۱۸ څاګانو هره ورځ شاوخوا ۱۱ سوه ټنه تېل استخراجوي. د امو دریا په حوزه کې د نفتو د استخراج له پیل سره، چې اوس مهال په ځانګړې توګه د سرپل ولایت په قشقري سیمه کې ترسره کیږي، د هغو کورنیو شرکتونو فعالیتونه هم غوړېدلي، چې د نفتو د چاڼ چارې مخ ته وړي. د افغانستان په شمال کې د نفتي توکو د ټولنې مشر او په بلخ کې د نارت نوبل د نفتو د چاڼ خصوصي شرکت رییس عبدالمومن ضیايي وايي، د خصوصي سکتور له خوا د نفتو د چاڼ خونو په برخه کې پراخه پانګونې د هېواد د اقتصاد په غوړېدو او پر ځان د بسیاینې هیلو ته د رسېدو برخه کې مهم رول لوبولی دی.
































