د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ويلي چې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت په موخه پراخ پلان تر کار لاندې دی چې له مخې به یې په راتلونکي کال کې ډېر شمېر د اوبو بندونه جوړ چې ورسره به د اوبو کچه هم لوړه شي. نوموړي ویلي، د سرپرست حکومت په راتلو سره د لومړي ځل لپاره ملي بودجه له خپلو داخلي عوایدو چمتو کېږي چې د ملکي ادارو او پراختیايي پروژو پر لګښت سربېره د امنیتي ادارو لګښتونه هم له ملي بودجې ورکول کېږي. د نوموړي په وینا له نشه یي توکو او فساد سره مبارزه او په افغانستان کې تلپاتې ثبات یوازې د سرپرست حکومت په وجود کې تضمین کېدای شي چې افغانانو او نړیوالو هم دغه واقعیت درک کړی دی.
































