د اسپانیا د بېړنیو خدماتو ادارې په وینا د دغه هېواد ولېنسیا ښار کې په دوو استوګنیزو بلاکونو کې د اور لګېدو له کبله لږترلږه ۴ کسان مړه شوي او ۱۹ نور لا درکه دي. دا پېښه د ولېنسیا په کامپانار سیمه کې شوې. چارواکو ویلي اور لومړی په یوه ۱۴ پوړیزه بلاک کې لګېدلی او بیا ورسره یوې بلې نښتې ودانۍ ته خپور شوی دی. په راپورونو کې ویل شوي، چې په ودانۍ کې د سوځېدو وړ رغنیزو توکو کارېدل او باد د دې لامل شوی چې اور په چټکۍ خپور شي. په دې ودانۍ کې ټولټال ۱۳۸ اپارتمانونه وو او ۴۵۰ کسانو پکې ژوند کاوه.
































