ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډله یا ابدالیان د روان کال په اپرېل میاشت کې د سریلانکا له الف لوبډلې سره د څو سیالیو لپاره دې هېواد ته ولاړه شي. د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د سریلانکا په کوربهتوب په دې لړۍ کې به د افغانستان الف لوبډله له سیالې سریلانکایۍ لوبډلې سره پنځه یوورځنۍ او یوه څلورورځنۍ سیالي وکړي. افغان کرکټ بورډ په یوه بیان کې چې تېره شپه خپور شو، ویلي چې دا لوبې د اپریل په ۲۸مه پیلېږي او د مې د تر ۱۴مې پورې دوام کوي. له دې مخکې د هېواد ملي لوبډله د سریلانکا مېلمنه وه چې په ترڅ کې یې دواړو لوبډلو یوه ټېسټ، درې یوورځنۍ او درې شل اووریزې لوبې وکړې.
































