په فراه ولایت کې د ۱۱۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د وینځونکو توکو یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ. دغه فابریکه د ورځې ۶۰۰ لېتره بېلابېل د وینځونکو توکي تولیدوي. د ترکان کارخونې مسوول وايي، ډاډمن امنیت د دې سبب شو چې په دې ولایت کې پانګونه وکړي. په ورته مهال د دې ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، خصوصي سکټور د هېواد په ابادۍ کې خورا مهم رول لوبولی او د هېوادوالو لپاره د کار موندنې په برخه کې ځوانانو ته د کار زمینه برابروي. د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، د هېواد د صنعت د ودې لپاره باید له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخیستل شي. اوسمهال په دغه ولایت کې ۳۰ تولیدي کارخونې شتون لري، چې ګڼو ځوانانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
































