د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني وايي چې هر کال یو شمېر افغانان په هند، پاکستان او نورو هېوادونو کې لږ تر لږه پنځه سوه میلیونه ډالر پر روغتیايي خدماتو لګوي، خو د کرونا ویروس مخنیوي لپاره اعلان شوي قرنطین او د مواصلاتي لارو بندېدو له کبله دغه ارقام کم شوي دي. نوموړی همدارنګه وايي، ددې امکان شته چې په افغانستان کې د کرونا وبا دویمه څپه پیل شي. عثماني وايي په ژمې کې هم د کرونا وبا د پراخیدو امکانات زیات دي، ځکه په وینا یې په ژمې کې تنفسي امراض زیات وي او په تیره بیا کابل کې هوا ککړه وي.
































