د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ویلي، په دې ولایت کې د تېرو جګړو پر مهال ۶۰۰ هغه کورونه چې ویجاړ او یا هم زیانمن شوي وو له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د رسنیو مرکز د معلوماتو له مخې دغه کورونه د دې ولایت په شېرزادو، پچيراګام، هسکې مېنې او سپین غر ولسوالیو کې جوړ شوي، چې له ډلې یې ۱۵۰ بیا جوړ او ۴۵۰ نور یې له تخریب وروسته بیارغول شوي دي. یاد کورونه د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست تر څار لاندې د AHFموسسې د ۶۹۹ زره او ۲۷۰ امريکايي ډالرو په مالي لګښت او د ACHRO ادارې په تخنيکي همکارۍ جوړ شوي دي.
































