امریکا کې د امراضو د کنټرول او مخنیوي مرکز د یوې بېسارې او وژونکې ناروغۍ د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړی چې تر زیاته حده ماشومان پرې اخته کیږي. دغه وژونکې عصبي او تنفسي ناروغي چې میالایتس نومیږي د نخاع شوکي یوه برخه نیسي او د عضلاتو د سستوالي او کمزورتیا سبب کیږي. دغه ناروغي د ۲۰۱۴ کال راهیسې هر دوه کاله وروسته د اګېست او نومبر په میاشتو کې په امریکا کې رامنځ ته کیږي او ټول قربانیان یې ماشومان دي. امریکا کې د امراضو د کنټرول او مخنیوي مرکز رییس ویلي، چې ژر تشخیص ډیر مهم دی ځکه د هر ساعت په تېرېدو سره د ناروغۍ اعراض او علایم خطرناکه کیږي، چې د نه درملنې په صورت کې کیدای شي د دایمي فلج او د ګواښونکو تنفسي مشکلاتو سبب شي. د امریکا د امراضو د کنټرول او مخنیوي مرکز وایي اوسمهال ددې ناروغۍ لپاره درملنه او یا هم د وقایي تایید شوې لاره چاره نشته.
































