د کډوالو ستونزو ته رسېدو کمېسیون وايي، چې پرون د ایران د ورېښمو له لارې له یاد هیواد څخه ۲۴۹۸ افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي دي. دې کمېسیون ویلي، په دې شمیر کسانو ۴۵ کورنۍ چې ۱۸۲ تنه بېرته هېواد ته راغلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ايران څخه د افغان کډوالو د ايستلو او راستنېدو لړۍ دوام لري او سرپرستحکومت ژمنه کړې، چې له دغو کډوالو سره به لازمې مرستې وکړي.
































