د کندوز ولايت يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د بې کيفيته درملو له پلور څخه شکايت کوي او له چارواکو غوښتنه کوي چې د دغه ډول درملو د پلور مخه ونيسي او کنټرول يې کړي. دوی وايي، په ښار کې ځیني درملتونونه بېکیفیته او تاریختېر درمل پلوري چې نه یوازې د ناروغانو لپاره کومه ګټه نه لري بلکې برعکس جانبي عوارض هم لري. د خلکو په خبره ځیني وخت یې چې درمل اخیستي، د کیفیت پر نشتوالي سربېره تاریخ یې هم تېر وي چې خلکو ته یې اندېښنه پیدا کړې ده. په کندوز کې د درملو او خوراکي توکو د کنټرول امریت ویلي، چې له مقرراتو څخه د سرغړونې له امله يې ۳۰ درملتونونه تړلي او دغه راز یې ۱۴۰ ټنه تاریخ تیري درمل او خوراکي توکي سوځولي دي.
































