د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي یو ځل بیا په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو په ستنیدلو باندې ټینګار کړی او ویلي دي چې نور کډوال هم باید د یو منظم پروګرام په ترڅ کې ستانه شي ترڅو د احمدي په وینا د خپل هیواد په ابادولو کې ونډه واخلي. د ایران د کورنیو چارو وزیر پرون ناوخته پر خپله ټویټر پاڼه په څو پرله پسې پیغامونو کې کډوالو ته د ساعتونو لپاره د کور په کرایه ورکول رد کړي او ویلي دي چې دغسې جواز نه دی صادر شوی.
































