افغان حکومت د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د ډیورنډ کرښې له شمال څخه د دیر په بنشاهي سیمه کې پر پاکستاني پوستو برید شوی دی. د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې، افغانستان په سیمه کې د ترهګرۍ له پټنځایونو څخه د یو اصلي قرباني په توګه ټینګار کوي چې هېڅ ډلې ته به اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې د پاکستان او یا هم بل هېواد پر وړاندې استفاده وکړي. پاکستاني چارواکو تېره ورځ ادعا کړې وه چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې پر پاکستاني پوستو د افغان سرحدي ځواکونو په دوو جلا نښتو کې یو پاکستاني عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. د افغانستان دفاع وزارت ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. خو یو شمېر کارپوهان د افغانستان او پاکستان په سرحد کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو په اړه اندېښنه ښيي.
































