د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د عالي شورا په نهمه غونډه کې د راتلونکي کال لپاره د کرنې او مالدارۍ سکټورونو متشبثینو لپاره، د مالي چوپړتیاوې په موخه د ۲.۲ میلیارده افغانیو د ورکړې طرحه تصویب شوې ده. د دې غونډه په پیلکې د ۲۰۲۳ کال کې د کرنې د پراختیا صندوق د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې شوې او ورپسې د ۲۰۲۴ کال پلانونه شریک شوي دي. د مالوماتو له مخې دا پیسې به راتلونکی کال د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا او د وکالې او مرابحې د اسلامي مالي خدماتو له لارې غوښتونکو لپاره په یادو سکتورونو کې د پانګونې د پراختیا لپاره ورکول کېږي، چې تر ۵ زره ډېر بزګران د دې پیسې تر پوښښ لاندې راځي.
































