د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یو پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه دغه هېواد ته لاړ. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ټاکل شوې دواړه خواوې پر ګڼو دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې وکړي. د نوموړي په خبره، په دغه پلاوي کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر او د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې او برېښنا شرکت مسوولین هم شامل دي.
































