د چارو ادارې لوی ریاست ویلي، تېره اونۍ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري تر ۱۰۰ زیات کسان تر ازموینې وروسته په بېلابېلو دولتې ادارو کې په ۳ او ۸ بستونو کې په دندو ګومارل شوي دي. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پوهنې، عامې روغتیا، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاستونو کې خپلې دندې پرمخ وړي. د چارواکو په خبره د ګومارنو دا لړۍ په ولایتونو کې هم دوام لري، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره له کاندیدانو څخه تر ازموینې اخیستلو وروسته د خپلې وړتیا له مخې بریالي کسان په اړوندو بستونو کې ګومارل کېږي.
































