د فراه ولایت په مرکز کې د ۲۳.۵ ميليونه افغانيو په لګښت د يو سړک د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې وسپارل شو. د یاد ولایت د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې دغه سړک په پاخه او اساسي ډول رغول شوی، چې ورسره به د سیمې اوسېدونکو ډېری ستونزې حل شي. دغه سړک د څلور نیمو میاشتو په موده کې جوړ شوی، چې د څراغونو نصبولو، لښتیو جوړولو او سفالټ سره ټول ۲۳.۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی چې د بودجه د یاد ریاست له لوري ورکړل شوې ده.
































