د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې یو شمېر کروندوګر د کوکنارو بدیل کښت، کیمیاوي سرې او اصلاح شویو تخمونو ته له نه لاسرسي شکایت لري. دغه کروندګر وايي سرپرست حکومت د نشه یي توکو پر کرکېلې له بندیز لګولو وروسته له دوی سره د بدیلو کښتونو په برخو کې هېڅ ډول مرسته نه ده کړې. د اروزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین بیا وايي، هڅې کوي څو په دغه ولایت کې د کوکنار د بدیل کښت په توګه له کروندګرو سره د انجې د تخمونو مرسته وکړي.
































